د پوهنې وزارت د پراختيايي کارکوونکو د مسلکي وړتياوو لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۲۷
123

د پوهنې وزارت د پراختیایي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ، د پوهنې وزارت د بېلابېلو څانګو د مسئولينو او کارپوهانو له لوري د پرېزنټېشنونو او علمي بحثونو وړاندې کولو وروسته په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق د خپلو خبرو پر مهال، د ښوونې او روزنې په برخه کې د کيفيت پر لوړوالي ټينګار وکړ.
نوموړي په هېواد کې راغلی سرتاسري امنيت يو الهي نعمت وباله او څرګنده يې کړه، چې له دې لاس ته راغلي فرصت څخه بايد د پوهنې نظام لاښه والي په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړو.
د ورکشاپ په دوو ورځو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې، اسلامي زده کړو، د کیفیت تضمین، سرچينو او ادارې معينتونو کارپوهانو، هر يوه د خپلې موضوع اړوند پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د ورکشاپ د ګډون والو پوښتنو ته يې لازم ځوابونه ورکړل.
په پایله کې، د ورکشاپ پايلې او لاس ته راوړنې د ګډون والو د ځانګړې پاملرنې او علاقې وړ وګرځېدلې او په راتلونکي کې يې د دا ډول غونډو د دوام غوښتنه وکړه.
ياد ورکشاپ د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۵۳
Background image

پوهنې وزارت کې د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه جوړه شوه

نن د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لخوا، د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره شوه.
په یادو مراسمو کې د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق "صدیق"، د څارنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۵۰
Background image

له مرکز او ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل ښار:

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست په همکارۍ، د عملیاتي پلانونو د پلي کولو مهارتونو لوړولو په تړاو یو ورځنی سیمینار، د کابل ښار پوهنې مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۵۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال ورغول شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا: د تېر لمریز کال په اوږدو کې، د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو له غازي محمد جان خان عالي لېسې سره د ۲ مېلیونه ۶۰۰ زره. . .

BACK TO NEWS