د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو لپاره میتودیکي سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۴۰
13

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې د ریاست اړوندو ۸۳ کارکوونکو لپاره، د اساساتو او پالیسۍ جوړونې، د ښوونې او روزنې د شاخصونو، د څارنې او ارزونې د بنسټونو په تړاو درې ورځنی میتودیکي سیمینار پيل شو.
 غونډه د سپېڅلي الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس غلام ربي رباني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سیمینار د آجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د سیمینار د موضوعاتو او اهمیت په تړاو تفصیلي خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، چې د یاد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړئ او خپل ځانونه د ارزونې علم په اساساتو  سمبال کړئ، ترڅو په ورځنيو چارو کې  د ارزونې نوي مېتودونه وکاروئ.
ګډون والو هم د یاد سیمینار په پرانیستلو او د ارزونې له علمي اساساتو سره د هغوی د آشنا کېدو څخه خوښي څرګنده کړه.
مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS