د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
7

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب»، د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اړوندو ولایتونو پوهنې رئیسانو، د ننګرهار ولایت د علماوو شورا رئیس او ګڼ شمېر مسوولینو او علما‌ءکرامو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو لوی رئیس محترم مفتي محمدیوسف ثاقب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مدارسو او دارالحفاظونو مهتممینو ته په خطاب کې وویل: « د مدارسو د کیفیت لوړولو په برخه کې یوازې موږ مسوول نه یو، بلکې تاسې هم باید خپلې مشورې له موږ سره شریکې کړئ.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې مدرسه د فکري جوړښت په رامنځته کولو کې اساسي رول لري او له ټولو مهتممینو یې وغوښتل چې د طلابو فکري برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت‌الله آخندزاده د مدآرسو او دارالحفاظونو د مهمو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د پوهنې وزارت د ښوونیزو بنسټونو پیاوړتیا ته په بشپړه توګه ژمن دی. موږ په هغو سیمو کې هم ښوونیز بنسټونه جوړ کړي، چې په خپل تاریخ کې یې د داسې ښوونیزو بنسټونو بېلګه نه وه لیدلې؛ لکه په بدخشان پامیر کې د ښوونیزو بنسټونو جوړول او نور...»
د پوهنې وزارت معین، د مدارسو او دارالحفاظونو د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه لاندې مهم معلومات وړاندې کړل:
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۹۲ زره استادانو ته معاش ورکول کېږي.
* په مدارسو او دارالحفاظونو کې ۳۶ لکه طلاب العلم په زده‌کړو بوخت دي.
* د رهبرۍ د شفقت او همدردۍ پر بنسټ، په ټول ملک کې د ۵۰۰ مدارسو لپاره د لیلیې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
* په ټول ملک کې د مدارسو له طلابو څخه ګډې ازموینې په معیاري او روڼ ډول اخیستل کېږي.
* د علمي سیالیو جوړول او یو شمېر نور مهم فعالیتونه هم ترسره شوي دي.
همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل د مدیریت او نظم په اړه وینا وکړه.
 نوموړي اداره او نظم د شرعي نصوصو په رڼا کې تشرېح کړل او د نظم او مدیریت پر اهمیت یې هم په تفصیل سره خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت معین، د سیرت او تاریخي واقعیتونو په استناد سره د ناستې ګډونوالو ته اغېزمنې بېلګې وړاندې کړې.
په ورته مهال د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد د نصاب، مسوولیتونو او مکلفیتونو د اهمیت په اړه وینا وکړه.
نوموړي د مهتممینو د دندو لایحه او د پلان اهمیت بیان کړ او د هغو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ. 
د استعدادونو د ارزونې رئیس، په خپلو خبرو کې د نظم په اړه وویل چې که نظم ګډوډ شي، بې‌کیفيتي رامنځته کېږي او زیاته یې کړه چې استاد باید زده‌کوونکي د بېلابېلو علومو زده‌کړې ته وهڅوي؛ ځکه اوسنۍ نړۍ د عصري علومو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او اوسنی نظام د دیني علومو ترڅنګ ساینسي علومو ته هم جدي اړتیا لري.
یو شمېر نورو علماءکرامو هم د دغې ناستې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
په پای کې دغه پرتمینه ناسته د پوهنې وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عبدالقیوم آغا «پاچاصاحب» له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS