د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
514

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.

لومړی، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر محترم لوی رئیس په ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات په اداري څانګو کې د کارونو لا ښه والي لپاره پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه: په اسلامي نظام کې دندې یو مسئولیت دی او اسلامي نظام د الله تعالی له لوري یو نعمت دی چې زموږ مجاهد پرور ملت ته ورکړل شوی دی؛ نو اړینه ده چې موږ په دې برخه کې خپلې دندې په صادقانه او بشپړ اخلاص سره اداء کړو.

ورپسې د څېړنو رئیس هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د افغانستان .ا.ا. مشرتابه عالي مقام او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت او د پوهنې وزارت د محترم مشرتابه د لارښوونو او پرېکړو په رڼا کې پلې کړي.

غونډه د یاد وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري له خوا دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او. . .

BACK TO NEWS