د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس د غزني ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۴:۲۱
hgf
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، د غزني ولایت د ښوونیزو بنسټونو د تدریسي وضعیت ارزونې په ترڅ کې، د دغه ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني او مسؤلینو سره د ښوونکو د وړتیا لوړولو په تړاو نظرونه تبادله کړل.
د پوهنې وزارت پلاوي غزني ولایت ته د خپل سفر موخه د تدریسي وضعیت څېړنه، د دغه ولایت سرښوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو د شوراګانو غړو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینارونو پیلول وبلل او ټاکل شوې ده چې د ۸۰بابه ښوونځیو ۱۶۰ تنو ښوونکو ته په مرکز او ولسوالیو کې سیمینارونه جوړ او پرېکړه وشوه چې په د ۸۰۰ ښوونکو او د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د شوراګانو ۸۰۰ تنو غړو ته د وړتیا لوړونې سیمینارونو هم جوړ شي.
په یاده غونډه کې د غزني ولایت د پوهنې او د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا د مسئولینو ترمنځ پرېکړه وشوه، چې په راتلونکي کې به هم د یاد ولایت د ښوونکو د وړتیا لوړونې او مسلکي کېدو په برخه کې خپلو هراړخیزو همکاریو ته لاپسې دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS