د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس بغلان ولایت ته په رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او ورسره مل پلاوی، په رسمي سفر بغلان ولایت ته ورسېد.
یاد پلاوي په پيل کې د بغلان ولایت له پوهنې رئیس او مشرتابه سره وکتل او د دغه ولایت د پوهنیز وضعیت او ښوونیزو کړنو د تنظیم په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
نوموړي د بغلان ولايت د پوهنې رياست له کړنو د ستاينې په ترڅ کې څرګنده کړه، چې پوهنې وزارت په هېواد کې د ديني او عصري علومو د زده کړو په برخه کې د آسانتياوو برابرولو ته ژمن دی او ټينګار يې وکړ، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی ریاست په پام کې لري. د نویو ښوونکو او اړوندو کسانو لپاره، د وړتیا لوړولو سیمینارونه برابر کړي.
ورپسې د بغلان ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د پلاوي له ورتګ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د بغلان ولایت د پوهنې د پراختیا او پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د سیمینارونو جوړولو په برخه کې به له هر راز هلو ځلو څخه درېغ ونه کړي.