د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۵:۴۳
dsaf

کابل
په هغه کتنه کې چې د کابل والي مولوي امین الله عبید، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني سره درلوده، په ترڅ کې یې د کابل ولایت د ولسوالیو د ښوونیز وضعیت لاښه والي په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

پکتیا
د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ معارف دوسته اوسېدونکو، د یادې ولسوالۍ د شمال زي په لومړني ښوونځي کې د ۲ بابه درسي ټولګيو د جوړولو لپاره، د ۵۰ زره افغانيو مرسته وکړه.

هرات
د هرات ولایت په مرکز کې د خصوصي ښوونځیو د ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ "د اسلامي نظام پېژندنې" تر نامه لاندې علمي سیالۍ پیل شوې.

بلخ
د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۳ بابه ښوونځیو د بیارغونې پروژو لپاره د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS