د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بامیان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۱
xcvxz

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته يې له پوهنې مسوولینو سره وکتل.
نوموړي د لیدنې پر مهال کارکوونکي د آمرینو اطاعت، له مراجعینو سره نېک چلند، د اصولو رعایتولو او اداري مسوولیتونو ته د لومړیتوب ورکولو په برخه کې وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې اداري چارې باید په جدیت، صداقت او مسوولیت‌پالنې سره پر مخ یووړل شي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په موخه د دغه وزارت مسلکي  برنامو ته په اشارې سره، د معیاري ازموینو ترسره کول د پوهنې وزارت له مهمو اقداماتو څخه وبلل او ویې ویل:" ټاکل شوې په راتلونکو کلونو کې دغه بهیر د لېسې په ټولو دورو کې هم پلى شي."
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین او ورسره مل پلاوي په بامیان ولایت کې له ښوونیزو بنسټونو او د لسم ټولګي د معیاري ازموینو له بهیر څخه هم څارنه وکړه او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د بامیان  ولايت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شول

د پوهنې او کرنې وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت د کرنې ریاست ۲۶ تنه کارکوونکي او خدماتي اجیران د سواد زده‌کړې د ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د ېو لړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۸
Background image

په پکتیا کې د یوه ښوونځي لپاره ٣ نوي درسي ټولګي جوړ شول

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزیو عالي لېسې لپاره د ځايي خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۳۲ زره افغانیو په لګښت درې معیاري درسي ټولګي جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۶
Background image

د زابل په مرکزي محبس کې نوې مدرسه تاسيس شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د زابل ولایت په مرکزي محبس کې د «العمریه» په نوم نوې مدرسه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو. . .

BACK TO NEWS