د پوهنې وزارت ستر سلاکارد کندهار ولایت له ښوونځیوڅخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۴۴
ظزظطز

د پوهنې وزارت ستر سلاکار، محترم الحاج مولوي غیاث‌الدین آغا، د ښوونیزو چارو لا ښه همغږۍ او پرمختګ په موخه د کندهار ولایت د ښوونځيو له آمرینو او کتابدارانو سره کاري او لارښوونیزه غونډه ترسره کړه.
په پیل کې د کندهار ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، په دغه ولایت کې د ښوونیز بهیر، د ښوونځیو د چارو د تنظیم او د یاد ریاست د فعالیتونو په اړه پلاوي ته معلومات وړاندې کړل.
وروسته پلاوي د ښوونځيو له مسوولینو سره د هغوی د مسوولیتونو، ښوونیز نظم او انضباط، د کتابونو د منظمې ساتنې او کارونې، د زده‌کوونکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا او د ښوونیز چاپېریال لا ښه والي په اړه هر اړخیزې خبرې  ترسره او لازمې لارښوونې  وړاندې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS