د پوهنې وزارت سرپرستې د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۵:۴۹
د پوهنې وزارت سرپرستې د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي نن سهار د زرغونه عالي لیسې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرستي د دې ښوونځي زده کونکو باندې غږ وکړ چې د ستونزو پروړاندې ودریږي او هدف ته د رسیدو یوازینۍ لار په توګه درسونه او روزنه تعقیب کړي.

میرمن حمیدي د دې ښوونځي زده کونکو ته وویل: چې د وزیر په حیث نه، بلکه د دوی د معنوي مور په حیث خپلې ستونزې له کومې ویرې پرته له هغې سره شریکې کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د دې ښوونځي پر ښوونکو غږ وکړ چې د افغانستان د ماشومانو د تعلیم په برخه کې هڅې وکړي.

د میرمن حمیدي په وینا، دا د پوهنې وزارت مسوولیت دی چې د افغانستان ماشومانو او ځوانانو ته د ورځې د معیارونو سره سم ښوونه او روزنه ورکړي او د هغوی د ودې لپاره مناسب او خوندي شرایط برابر کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د دې ښوونځي د ښوونکو ستونزې هم واورېدې او ژمنه یې وکړه چې هڅه به وکړي د ښوونکو ذهنونه د ژوند له ورځنۍ ستونزو څخه آزاد کړي او هغوی ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د دې ښوونځي ښوونکو او زده کونکو د پوهنې وزارت د سرپرستې د شتون هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دا لومړی ځل دی چې د پوهنې وزارت رهبري په مستقیم ډول د ښوونکو او زده کونکو ستونزې او شکایتونه څیړي او زیاته یې کړه چې د زده کونکو ترمینځ د پوهنې وزارت د سرپرستې شتون د خلکو او د وزارت د مشرتابه تر منځ د واټن له مینځه وړو په معنی ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۷:۴۲
Background image

خبرتیا

د پوهنې وزارت، کابل:‌ د ۱۳۹۹ کال د کانکور د آزموینو په پروسه کې د هیواد د سړو او ډیرو سړو سیمو د دولسم ټولګي زده کونکو ته د شمولیت لپاره، د زده کونکو د حاضرۍ معیار د لاندې جدول په اساس. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر ولایت کې دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د حاجیانو او بره کي برک ولسوالۍ د دستګیر کوچي لومړني ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یادې ودانې په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۹:۲۲
Background image

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، سرپل: د سرپل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت والي عبدالقادر اشنا، د پوهنې رییس احمد خان بیګزاده، د ولایتي شورا یو شمیر غړو، دولتي چارواکو،. . .

BACK TO NEWS