د پوهنې وزارت سرپرست د خوست ولایت له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۹
asdfsg

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د خوست ولایت پوهنیز وضعیت او اداري چارو په کتنه بوخت دی، نن یې په یاد ولایت کې د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ د پوهنې رئیس مولوي فیض الله جمال حقاني په ملتیا، د همدغه ولایت د اسلامي زده کړو د مرکزونو له ۴۶۰ تنو ممهتممینو سره د ناستې ترڅنګ، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د کنډيو حقانيه، نجم المدارس سرحدي او انوار العلوم مدارسو څخه هم لیدنه وکړه. په دغو ناستو کې د یاد ولایت د مدارسو مهتممینو او استادانو خپل یو شمېر نظریات او وړاندیزونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریک او د یو شمېر ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه. له بلې خوا د پوهنې وزارت سرپرست د خپلو خبرو پرمهال، د دیني او عصري علومو په برخه کې د ښوونیزو پرمختګونو ستاینه وکړه او د دغه ولایت مهتممینو او علماوو ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت رهبري په خوست ولایت کې د مدارسو او ښوونیزو مرکزونو د ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه کوي. د يادونې وړ ده، چې د خوست ولايت د مدارسو مهتممینو يوه کمېټه جوړه کړه، تر څو له دغې لارې د پوهنیزو چارو لاښه والي په موخه، خپلې ستونزې او نظريات په مستقيم ډول د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي هستې له کارکوونکو څخه د دیني نصاب ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د مرکزي هستې اړوند یو شمېر ریاستونو له کارکوونکو څخه د تدریس شوي دیني نصاب د زده‌کړې کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
د یادونې وړ ده چې دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د نتایجو او شهادتنامو ریاست د پرنټرونو د اړتیا وړ۶۰ سېټه رنګ پېرودلو قرارداد د امید ارشد لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې د کابل ښار په صدارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۳۴
Background image

بدخشان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوند ریمان منځني ښوونځي لپاره د ۸ درسي ټولګیو د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د یادې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS