د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۶:۸
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه 

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد بیلابیلو ولایاتو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو له تعلیمي بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
محترم وزیر صاحب لومړی دننګرهار ولایت ته لاړ، هلته یې د هیواد د ستر دیني عالم شهید شیخ مولوي رحیم الله حقاني رحمه الله تعالی د فاتحې په مراسمو کې برخه واخیسته، وروسته یې د پوهنې ریاست ته تشریف یووړ، د یاد ریاست له رئیس، آمرینو،مدیرانو او کارمندانو سره یې له نږدې ولیدل، هغوی ته یې اړینې لارښوونې وکړې، د هغوی وړاندېزونه او ستونزې یې واورېدلې او د حل په برخه کې یې د اقدام کولو ژمنه وکړه. وروسته  ېې د ننګرهار له مرکزي مدرسې څخه لیدنه وکړه، د مدرسې له مهتمم، استادانو او زده کوونکوسره یې  ولیدل او له هغوی سره یې تفصیلي خبرې وکړې.
وروسته یې د کاپیسا ولایت ته تشریف  یووړ، د یاد ولایت دپوهنې له ریاست ، ځینو مدارسو او لیسو څخه یې لیدنه وکړه ، له مسئولینو سره یې خپل  ارزښتناک هدایات شریک کړل  او د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل.
د یادونې وړ ده، چې دپوهنې محترم وزیر صاحب د خپل مسئولیت په تیره یوکلنه دوره کې د هیواد نږدې دیرشو ولایتونو ته سفرونه کړیدي، د یادو ولایاتو تعلیمي بهیر یې له نږدې لیدلی کتلی دی او په نږدې راتلونکې کې به د هیواد پاتې ولایاتو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS