د پوهنې وزارت لخوا د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند١٣ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه واخيستل شوه 

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۵
ظزظطز

د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ، د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه ترسره شوه٠
دغه ازموينه د پوهنې ورارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا د رٸيس، آمرينو او چارواکو په حضور کې پیل شوه.
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رٸيس محترم مولوي محمدابراهيم عمري وويل: په یادو بستونو کې چې مخکې اعلان شوي وو، د ښوونکو ١٣ بېلابېل بستونه شامل وو، چې ټولټال ٧١٧ تنو ورته نومليکنه کړې وه او له دې ډلې يې ٢٧٦ تنه د شرايطو وړ وبلل شول، چې د اړینو اداري پروسو له بشپړولو وروسته یې نن آزموینه له ځانګړې کړنلارې سره سمه واخيستل شوه.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ازموينې ټول مراحل به تر هراړخيزې او شفافې ارزونې وروسته پلي او وړ کادرونه به په يادو بستونو کې وګمارل شي٠

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS