د پوهنې وزارت لسمه اداري غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۶:۳۵
د پوهنې وزارت لسمه اداري غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو لسمه اداري غونډه د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاء الله سعید په مشري ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او بیا له آجنډا سره سم پر موضوعاتو بحث پیل شو.
پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت د راتلونکي کال د تشکیل لپاره دې هر مرکزي ریاست خپله طرحه د سرچینو او ادارې د معین په مشرۍ له جوړ شوي کمېسیون سره شریکه کړي، ترڅو له بحث، غور او څېړنې وروسته د راتلونکي کال تشکیل د همدې طرحې پر بنسټ جوړ شي.
همدا راز پرېکړه وشوه چې د پوهنې وزارت د بیلابیلو مرکزي ریاستونو د اړوندو کارکوونکو د کدري معاشاتو د اجراء غوښتنه دې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندېز شي.
 په غونډه کې د پوهنې وزارت ټولو مرکزي ریاستونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو د يوې اونۍ په موده کې خپل اړوند  تدارکاتي او مصارفاتي پلانونه او د بودیجې طرحه د سرچینو او ادارې معینیت ته ولېږي.
همدا راز د ځينو نورو مسایلو په اړه هم بحثونه او پرېکړې تر سره شوې.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS