د پوهنې وزارت له لوري په غزني ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
5

د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ اړوند په سپین کارېز کلي کې د «رشد العلوم روحانیه» په نوم یو باب دیني مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دیني مدرسه د سوداګرو، قومي مخورو او ځايي خلکو په مالي مرسته، د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت جوړه شوه او د ط.البانو په مخ پرانیستل شوه.
د دغه ديني بنسټ د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي سربېره يو شمېر علماوو، قومي مخورو او د خلکو استازو هم برخه اخيستې وه.
د يادونې وړ ده، چې ياده دیني مدرسه په ۵ جرېبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۱۰ تدريسي او اداري خونې او يو محراب جومات لري، چې په يو وخت کې د ۱۰۰۰ تنه زده کوونکو ظرفيت لري.
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د پوهنې په برخه کې د خلکو او سوداګرو له ملاتړ څخه مننه وکړه، د علومو د زده کړې په فضایلو یې خبرې وکړې او په ټولو برخو کې یې د دیني او عصري علومو د متوازنې پراختیا ډاډ ورکړ.
ورپسې دیني علماوو هم د اسلام له نظره د علومو په ارزښت خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS