د پوهنې وزارت محترم سرپرست د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "بریډ" سیسټم د ګټو په اړه آنلاین کنفرانس دایر کړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۱
25

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسان هم حاضر وو، په یاد وزارت کې د "بریډ" سیسټم له جوړولو ستاینه وکړه او د مراجعینو او پوهنې مسئولینو لپاره یې د لاډېرو آسانتیاوو برابرولو لپاره د یاد سیسټم کارول خورا اغېزناک او مهم وبلل.

په پیل کې د پوهنې وزارت محترم سرپرست وویل: موږ او تاسو یو لوی مسئولیت په غاړه اخیستی، چې پر بنسټ یې دنده لرو، تر څو د افغانستان.ا.ا. د مشرتابه عالي مقام د اوامرو او فرمانونو له مخې، خپلې دندې ترسره او د هېوادبچیانو ته د ټولو امکاناتو په کارولو سره اړین او معیاري ښوونیز او روزنیز چوپړونه تقدیم کړو.

د مسئولینو په وینا، د دغه سیسټم له جوړولو اساسي موخه، د مراجعینو لپاره د اړینو آسانتیاوو رامنځته کول او د هغوی له سرګردانیو څخه مخنیوی دی او یاد سیسټم په نړۍوال انټرنټي سیسټم پورې تړلی نه دی او د پوهنې د ټولو څانګو او ادارو سره دوامداره اړیکه لري.

هغوی زیاته کړه: پخوا موږ کولی شوی چې یوازې د کمپیوټر په حافظه کې اسناد د دوو یا درېیو کلونو لپاره وساتو؛ مګر د "بریډ" سیسټم په کارولو سره، موږ کولی شو د شلو کلونو وروسته هم د یاد وزارت له خوا خپرو شويو اسنادو ته بشپړ لاسرسی ولرو، له همدې امله د پورته ذکر شوي سیسټم کارول زموږ لپاره خورا مهم او ګټور دي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیسټم، د منسوبینو او مراجعینو لپاره د دوی د اسنادو طی مراحل کولو لپاره د نورو آسانتیاوو سربېره، د مراجعینو ستونزې په چټکۍ او پرته له وخت ضایع کېدلو حل کوي او د روڼتیا او د اسنادو محرمیت ساتلو کې هم خورا مهم نقش لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS