د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د اصول صنفي دورې یو بااستعداده او ځیرک زده کوونکی تقدیر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۱
251

د هرات ولایت اوسېدونکی او له ایران څخه بېرته راستون شوی زده‌کوونکی آریا محمدي، چې په حساب او ریاضیاتو کې د ځانګړي او عالي استعداد خاوند دی، نن د پوهنې وزارت محترم مشرتابه لخوا وستایل شو.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شول. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د زده‌کوونکي کورنۍ ته د هرکلي ترڅنګ، د آریا محمدي لپاره د لازمو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
نوموړي وویل چې د پوهنې وزارت به د دې استعداد لرونکي زده‌کوونکي د ستونزو په حل کې بشپړه همکاري کوي.
همداراز د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتی عبدالولي سداد، د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس، محترم مولوي اول‌ګل ایوبي، آریا محمدي وارزاوه او هغه یې په ریاضیاتو کې د یو پیاوړي استعداد څښتن وباله.
په پای کې یاد زده کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا په مادي او معنوي ډاليو تقدیر شو.
مراسم د هېواد د پرمختګ او د پوهنې د ودې لپاره په مبارکې دعائیې پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۶
Background image

د بادغیس ولایت ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په اړه درې ورځنی ورکشاپ د بادغیس ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د بالا مرغاب، سنګ‌اتش، مقر، آب‌کمري او جوند ولسوالیو ۱۵۴ تنو ښوونکو لپاره د پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت سرخ‌رود  ولسوالۍ علم‌پروره اوسېدونکو د ۱۷۹ زره۸۰۰ افغانیو په لګښت د شهید محمد اشرف عالي لېسې لپاره د لمریزې انرژۍ او څښاک پاکو اوبو سیسټمونه نصب او فعال کړل.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره ورکشاپ جوړ شو 

د مسلکي وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ چې موخه یې "د اغېزمن تدریس او زده کړې هڅول" دي، د هرات ولایت شاوخوا ۱۱۰ تنو د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو مسلکي. . .

BACK TO NEWS