د بادغیس ولایت ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۶
sdxzc

د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په اړه درې ورځنی ورکشاپ د بادغیس ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د بالا مرغاب، سنګ‌اتش، مقر، آب‌کمري او جوند ولسوالیو ۱۵۴ تنو ښوونکو لپاره د پوهنې چارواکو په حضور کې جوړ شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو او په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ښه کولو لپاره پیل شوی او د ښوونکو مسلکي پراختیا ټیم لخوا ورته تدریس کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS