په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
fdg

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دغه ودانۍ به په دوه جریبه ځمکه کې په پاخه او یو پوړیز ډول د همدې ولسوالۍ د یوه معارف‌پال اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړه شي، چې ۸ درسي خونې او یوه اداري خونه به ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې سره څه د پاسه ۳ زره درسي کڅوړو مرسته وشوه

د پوهنې یو همکار بنسټ، د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳ زره او ۴۴۴ کڅوړو قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو مرسته وکړه.
د یادو توکو ټولیز ارزښت ۲ میلیونه، ۵ زره او ۱۲۹ افغانۍ ښودل شوی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ۱۴۶ تنو ښوونکو او ښوونځیو مسوولینو لپاره علمي ورکشاپ پیل شو

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ  ۱۴۶ تنو آمرینو، ښوونکو او د ښوونځیو تعلیمي شوراګانو غړو لپاره د زده‌کوونکي محوره زده‌کړې ترویج تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو.
د یادې برنامې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۱۳
Background image

په جوزجان ولایت کې د ښوونځیو ۶۷۵ تنو تدریسي او اداري مسوولینو د وړتیا لوړونې په برنامه کې ګډون وکړ

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د زده‌کړې کیفیت لوړولو او د ښوونکو او ښوونځیو د مسوولینو مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د یاد ولایت د ۶۷۵ تنو ښوونکو، مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونځیو شوراګانو. . .

BACK TO NEWS