په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ دغه ودانۍ به په دوه جریبه ځمکه کې په پاخه او یو پوړیز ډول د همدې ولسوالۍ د یوه معارفپال اوسېدونکي په شخصي لګښت جوړه شي، چې ۸ درسي خونې او یوه اداري خونه به ولري.
