د پوهنې وزارت پلاوي د روسیې فدراسیون د پوهنې وزارت له مرستيال سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۲۹
14

دغه ليدنه چې د کازان په ښار کې تر سره شوه، د روسیې د پوهنې وزارت مرستيال(Andrey Korneev) پکې د افغانستان له تعليمي بهير سره د همکاري په برخه کې خپل بشپړ چمتو والی وښود او څرګنده يې کړه چې روسیه غواړي د افغانستان د تعليمي نظام د يو غوره مرستندوی جهت په توګه عملي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پلاوي نن ورځ د کازان ښار د تاريخ او فرهنګ له   موزيم، د قل شريف او کبانايا تاريخي مسجدونو او د کازان له کرملين ماڼۍ څخه هم ليدنه وکړه.
همدارنګه ماښام مهال يې د روسیې د پوهنې د وزير په ځانګړې ميلمستيا کې برخه واخيسته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS