د پوهنې وزارت پلاوي په پاکستان کې مېشت افغان سفیر سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۳۶
ابیسش

د پوهنې وزارت پلاوي مولوي عبدالوارث جبیر په داسې حال کې، چې د پاکستان اسلامي جمهوریت په پېښور ښار کې د پوهنې وزارت آتشه مولوي نورالله نعمان عتیق یې ملتیا کوله، په اسلام آباد کې مېشت له افغان سفیر سردار احمد شکیب سره وکتل.
په یاده کتنه کې ورغلي پلاوي افغان سفیر ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او په هغه هېواد کې یې د مېشتو افغان کډوالو ماشومانو د پوهنیز وضعیت او د هغوی د تعلیمي ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز یاد پلاوي د پاکستان په اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د عالي لېسو له مديرانو او مسئولينو سره هم له نیږدې وکتل.
 په دې کتنه کې دواړو لورو خپلې ښوونیزې او روزنیزې ستونزې مطرح او د حل په لارو چارو یې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS