د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د پاک ښار کلتور په برخه کي خبري وکړي

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۴:۱۳
د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د پاک ښار کلتور په برخه کي خبري وکړي

د پوهنې وزارت- کابل: د ښوونې او روزني وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او دکابل ښاروال احمدذکي سرفراز د ښاروالي ناحیو او تعلیمي سیمو تر مینڅ د اړیکو پیاوړتیا د پاک ښار کلتور ته د وده ورکولو د هدف په موخه خبري اتري وکړي.

په دي لیدنه کي چي نن پوهنې وزارت کي ترسره شوه دواړو لوریو په ښوونځیو کې د ښاري کلتور د پوهاوي لوړولو او بنسټیزو زده کړو په اړه د یو تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړ.

پوهنې وزیر په ښوونیز نصاب کي د کابل ښاروالي متخصص استازي غړیتوب تاثیر لرونکي یاد کړ او په نصاب کي د ښاري کلتور په زده کړو او پوهاوي ټینګار وکړ.

د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د دي لیدني په ترڅ کي د پوهنې وزارت سره په ښوونځیو کي د پوهاوي ، چاپیریال ساتني، په دیوالونه انځور او خط لیکلو او د پاک ښار کلتور په برخه کي د یو ځاي کارکولو وعده ورکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS