د پوهنې ځینو ولایتي خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
64165

کابل ولایت
په مرکز او ولایتونو کې د تعلیمي ادارو بیارغونې په لړۍ کې، د کابل ولایت پوهنې ریاست انجنیرۍ ټیم، د یوې همکارې ادارې د پلاوي په ملتیا، د یاد ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د شهید ملک عثمان عرب عالي لېسې بیارغونې او ترمیم کار څخه لیدنه او څارنه وکړه.

بدخشان
د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ خلکو په مالي ملاتړ سره، د یادې ولسوالۍ عالي لیسې ټولګي د ۵۳ زره ۱۸۰ افغانیو په لګښت بیارغول شوي.

غور
د غور ولایت د فیروز کوه ښار په ښوونځیو کې د ریاضي، ساینس او ​​لابرانت مضمونونو ۸۰ تنوښوونکو لپاره د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو او د تدریسي پروسې ښه والي په موخه د ظرفیت لوړولو شپږ ورځنی سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS