د پکتیا ولایت د دوو ښوونځیو سره د میز او چوکیو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۲:۵۰
اهدای میز وچوکی به دوباب مکتب در ولایت پکتیا

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د ګردېز ښار پر دوو ښوونځیو باندې د (۷۴۸۰۰۰) افغانیو په ارزښت مېز او چوکۍ و وېشل شول.

پکتیا ولایت کې د پاملرنې نړیوالې موسسې ولایتي دفتر د پکتیا پوهنې ریاست سره په ګډه همغږۍ مرکز ګردېز کې د حضرت بلال لېسې او د بالادې نجونې لېسې باندې (۳۰۰) پایې درې کسیز مېز او چوکۍ ووېشل.

یاد شوي مېزونه او چوکۍ د پاملرنې موسسې ولایتي مسول قاضي سبحان الله عظیمي، د پوهنې رییس کوچي ځاځي او د ښاري پوهنې آمر عبدالناصر حکمت له لوري ذکر شویو ښوونځیو ته تسلیم کړل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پوهنې ریس کوچي ځاځي د اړوندو ښوونځیو مسؤلینو ته سپارښتنه و کړه، چې د یادو لوازمو څخه ښه ساتنه و کړي او تر څنګ یې د پاملرنې موسسې له ولایتي مسؤل څخه مننه و کړه، چې د همېش لپاره یې له پوهنې ریاست سره د اړتیاوو په پوره کولو کې مرستې کړې دي.

همداشان پوهنې ریس او د ښاري پوهنې آمر په ګډه د پاملرنې موسسې له ولایتي مسؤلینو څخه غوښتنه و کړه، چې په یاده برخه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS