د پکتیا په ولایت کې دیو لومړنۍ ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۱:۲۳
د پکتیا په ولایت کې دیو لومړنۍ  ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالی د سردار محمد داوود خان لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي، د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.

د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او زیاته یی کړه: دا زمونږ دنده ده چې د زده کوونکو لپاره ښه مجهزه ودانۍ جوړه کړو، ولې دا بیا ستاسې مسؤلیت دی چې په ساتنه کې یې راسره مرسته او همکاري وکړئ.

د سردار محمد داوود خان ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د شاو خوا اوه نیم میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجي ځخه د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۸ درسي خوني، احاطوي دیوال عصري تشنابونه، میز او چوکۍ د څښاک اوبه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې د دې ښوونځي په جوړیدو سره به د شاوخوا کلیو ماشومان په ښه توګه وکولای شي د لته په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې روان کال له پیل نه د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کښېښودل شوېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS