د پکتیکا د پوهنې ریاست د دریمو او څلورمو خالي بستونو لپاره ازموینه واخېستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۶ - ۹:۵۰
paktia

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د ۱۶خالي بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۷۳کسانو څخه آزموینه واخیستل شوه.

هغه غونده، چې د نوموړې ازموینې د اخیستلو په موخه د یاد ولایت د ښوونکي دروزنې د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، دپوهني رییس استاد انجینر محراب الدین شفق ، د اداری اصلاحاتوکمیسیون مسوولینو او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.

د پکتیکا د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق د ازموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه،چې هېچا ته به د مداخلې حق ور نه کړي او ټول کسان به په خپل استعداد یادو بستونو ته ټاکل کېږي.

دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې کمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر دڅلوروښځینه په شمول  ۷۳ تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له

ازموینې دنتایجو له اعلانولو  وروسته به۱۶  تنه دبریالیتوب په صورت کي په دریمو اوڅلورمو بستونو کې په دندو وګمارل شي.

دیاد ونۍ وړ ده، چې د روان کال له شروع تر اوسه پورې  په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دندوګمارل شویدي.   

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS