د پکتیکا ولایت په یو باب ښوونځي کې د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۱۸
45465

د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ اړوند سلطانو لېسې لپاره، د څه کم ۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په دې اړه وویل: د یادې لېسې لپاره د برېښنا سیسټم په نصب او فعالېدو سره، د زده‌کوونکو لپاره د کمپیوټر زده‌کړې او لابراتواري درسونو زمینه لا ښه برابره شوې ده.
 همدارنګه، د دې لېسې د مسئولینو او ښوونکو لپاره د ټکنالوژۍ په کارولو سره په اداري چارو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، چې دا چاره له ځانګړي اهمیت او حیاتي ارزښت څخه برخمنه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS