د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
65465

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د یاد ولایت ارګون ولسوالۍ د بالش عالي لېسې چمنونو اړتیاوې د اوبو چمتو کولو او خړوبولو له اړخه بشپړې کړې.

دغه پروژې نه یوازې د لېسې دننه د څښاک اوبو ستونزه حل کړې، بلکې د شنو چمنونو لپاره یې زمینه هم برابره کړې، چې د زده‌کوونکو لپاره به د زده‌کړې یو آرام او شین چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS