د ځينو ولایتونو له پوهنې ډګره د خبرونو لنډيز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۳۴
33

نیمروز، ارزګان او لوګر:

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوی نیمروز، ارزګان او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی او د یادو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او مشرانو سره یې د لیدنې پر مهال، په مهمو علمي او تجربوي مسایلو خبرې کړې دي.

پلاوي د يادو ولايتونو په ښوونځيو کې د ساينسي مضمونونو د ښوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه، يو ښوونيز سيمينار هم جوړ کړ او ګډون والو ته يې د تخنيکي وسايلو او لابراتواري توکو د کارولو په تړاو اړینې لارښوونې وکړې.

هلمند

د افغانستان.ا.ا د عالي مقام د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو په موخه، د دیني مدارسو د بستونو د وېش په برخه کې د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د مسئولینو او دیني علماوو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدعوض انصاري وويل: په دې برخه کې يوه کميټه جوړه شوې ده، تر څو د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند اداراتو کې د صادر شويو فرمانونو او حکمونو له پلي کېدو څخه څارنه وکړي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت یو شمېر د پوهنې دوستو شخصیتونو په خپل شخصي لګښت، د مومند درې ولسوالۍ اړوند د بیله لېسې د لمریزې برېښنا سیستم فعال او د هسکې مېنې ولسوالۍ د مظهر العلوم مدرسې لپاره یې تخنیکي وسایل وپېرل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵۹
Background image

په دایکنډي ولایت کې له ۱۲۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په موخه،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

 

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار بېلابېلو ناحیو اړوندو خصوصي ښوونیزو بنسټونو لکه؛ تسنیم نصرت، اسکای نړیواله اکاډمي، نقطه، موافقیت، حجرالاسود،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو له والدینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، په داسې حال کې چې د خصوصي ښوونځیو او د نشراتو او عامه اړیکو ریاست مسئولینو هم حضور درلود، نن د خصوصي ښوونځیو د زده. . .

BACK TO NEWS