د څمکنیو مرکزي عالي لېسې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۲:۱۳
د څمکنیو مرکزي عالي لېسې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند د څمکنیو مرکزي عالي لېسې جوړه شوې ودانۍ د نوموړي ولایت والی شمیم خان ګټوازی او دپوهنې رییس استاد کوچي ځاځي لخوا په داسي حال کې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو او قومی مشرانو ګډون درلود د پټي په پریکولو سره افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې موخه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په دې ولایت کې یوازې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اقراء برنامې تر چتر لاندې د لس ملیونه امریکایي ډالرو په لګښت ۱۰۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي او د ۶۵ نورو ښوونځیو ودانۍ د ښارجوړونې او ځمکو؛ او پوهنې وزارت لخوا جوړیږي چې د ۱۳۹۹ کال تر پایه پورې به د پکتیا ولایت ټول بې ودانیو ښوونځي ودانۍ ولري.
نوموړي وویل چې د ښوونکو، د پوهنې د اداري کارکوونکو او زده کوونکو لپاره د خوندي چاپېریال او نورو لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو مسؤلیت د حکومت دی خو د ولس باید له جنسیتي تفریق پرته خپل اولادونه د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولېږي؛ او د ښوونځیو د ساتنې او څارنې په برخه کې مرسته وکړي.
د ښارجوړونې د رئیس محمد رحیم افغان په خبره د څمکنیو مرکزي عالي لېسه د ښارجوړونې او ځمکو وزارت لخوا له ملي پرمختیایي بودیجې څخه د څه کم ۲۸ ملیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ټولې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي. نوموړي وویل چې د دغه ښوونځی په دوو پوړ کې دولس ټولګي، درې اداري خونې، یو کمپوټر لېب، یو کتابتون، لس بابه تشنابونه، د ساتونکي خونه، د برېښنا سیستم، یوه حلقه څاه، د اوبو ذخیره، پیاده روونه او احاطوي دېوال لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي.
د پوهنې رئیس کوچي ځاځي، د څمکنیو ولسوال عبدالرحمان زرمتي او د سیمې مشرانو وویل چې د که څه هم دغې لېسې ګڼ شمېر زده کوونکي درلودل خو د ودانۍ د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د سیمې خلکو د پوهنې پر کیفیت او یو شمېر نورو برخو کې د ولایتې ادارې د لا زیات کار غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS