د ښوونیز نصاب ریاست ۳ تخصصي بستونه

Amiri-admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۱۰

Publish Date

Closing Date

Location

Mohammad Jan Khan watt-Kabul Afghanistan

پوهنې وزارت د علمي وړتیا او کاري تجربې پر بنسټ د وړ اشخاصو ګمارنې په موخه، د ښوونیز نصاب ریاست ۳ تخصصي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې د ۵ کاري ورځو لپاره اعلانوي:
۱. د کېمیا څانګې علمي غړي بست
۲. د ریاضي څانګې علمي بست
۳. عربي ژبې ته د موادو او مطالبو د ژباړې علمي بست

 شرایط
۱- لږ تر لږه له یوه ا/مارتي پوهنتون څخه د لېسانس تحصیلي سند لرل؛
۲. عربي ژبې ته د موادو او مطالبو د ژباړې علمي بست لپاره لږ تر لږه له یوه ا/مارتي پوهنتون څخه د لېسانس تحصیلي سند یا د عالمیه دورې د «جید»، «جید جداً» او یا «ممتاز» درجې سند لرل؛
۳. د لېسانس دورې د نمرو اوسط یې باید له ۷۵ سلنې کم نه وي.
۴. د ماسټرۍ یا معادلې دورې د نمرو اوسط یې باید له ۷۰ سلنې کم نه وي او متقاضي باید د زده‌کړو پر مهال ناکام شوی نه وي.
۵. د متقاضي عمر باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.
۶. د متقاضي تحصیلي رشته باید د اعلان شوي بست له رشتې سره مطابقت ولري.
۷. متقاضي مکلف دی، چې د غوښتنلیک له فورمې سربېره، برېښنايي پېژندپاڼه او د نمرو جدول (ترانسکریپټ) هم له ځان سره ولري.

د ازموینې علمي سرچینې
د کېمیا څانګه
۱. د دعوت او ارشاد ریاست نصاب/دینیات
۲. د اعلان شوي بست او رشتې مطابق د لېسې نصاب
د ریاضي څانګه
۱. د دعوت او ارشاد ریاست نصاب/دینیات
۲. د اعلان شوي بست او رشتې مطابق د لېسې نصاب
عربي ژبې ته د موادو او مطالبو د ژباړې څانګه
۱. د دعوت او ارشاد ریاست نصاب/دینیات
۲. الفیه ابن مالک
۳. شذا العرف في فن الصرف
یادونه: د نورو معلوماتو لپاره له محترم فرید سادات سره پر ۰۷۹۱۸۳۲۶۹۹ شمېره اړیکه ونیسئ.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies