د ښځو د تعلیمي لړۍ د پیل د اوازو په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
جمعه ۱۴۰۰/۷/۲ - ۱۰:۸

هفه خبرونه چې د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي پروسې د پیل په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپریږي.

د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هیوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا علان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دې خبر د خپرولو شاته لاس لري.

د پوهنې وزارت تر اوسه د ښځینه ښوونځیو د تعلیمي لړۍ د پیل په اړه پریکړه نده کړې او د ښځینه ښوونځیو د بیا پرانیستلو په طرحه کار روان دی، چې پایلې به یې وروسته د افغانستان معززو خلکو سره د پوهنې وزارت د رسمي ویب پاڼې له لارې شریکې شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه دا هیله لري چي ټول هیوادوال د مسوول ښاریانو په صفت، د خلکو ذهني آرامتیا خپله دنده وګڼی او د بي بڼسټو خبرونو او آوازو د خپرولو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS