د کابل ولایت په ښار او و لسوالیو کې د پوهنې وزارت د ۵ او ۶ اداري او د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول
Publish Date
Closing Date
Location
Kabul Afghanistan
د ګومارنې خبرتیا:
د کابل ولایت په ښار او و لسوالیو کې د پوهنې وزارت د ۵ او ۶ اداري او د ښوونکو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې شول.
د وزارتونو / ادارو د پینځم او شپږم اداري بستونو او د ښوونکو بستونو د ګومارنې رسمي بهیر په پیل سره، په لومړي پړاو کې د کابل ولایت د پوهنې وزارت د ښوونکو او د اداري برخې کمبود ۱۸۹۳ بستونه اعلان ته وړاندې شول چې ۲۷۵ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي. د نورو ولایتونو کمبود بستونه په بل پړاو کې اعلانېږي.
غوښتونکي کولای شي د اعلان شویو تشو بستونو نوملړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له رسمي فېسبوک پاڼې، د پوهنې وزارت له ویبپاڼې او د ازموینو ملي ادارې له ویبپاڼې ترلاسه کړي.
د دې بستونو لپاره د غوښتنې فورمې له لاندې تعلیمي حوزو نه په وړیا توګه ترلاسه کړئ.
په کابل ښار کې د فورمو د وېش مرکزونه
1. دویمه تعلیمي حوزه، شاه دوشمشېره جومات ته مخامخ د خواجه عبدالله انصاري لېسه
2. درېیمه تعلیمي حوزه، څلورمه کارته، افغان ټکنالوژۍ انستیتوت ته څېرمه د غازي لېسه
3. یوولسمه تعلیمي حوزه، ګولايي خیرخانه د خلیل الله خلیلي لېسه
4. شپاړسمه تعلیمي حوزه، لومړۍ مکروریان د نازو انا د ذکورو لېسه
د کابل ولسوالیو د فورمو د وېش مرکزونه
1. مرکزي هسته د کابل ولایت پوهنې ریاست، شاه دوشمشېره
2. د استالف ولسوالۍ پوهنې امریت
3. د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې امریت د ۲۱ ناحیې څنګ ته
4. د پغمان ولسوالۍ پوهنې امریت، د پغمان د ذکورو لېسه
5. د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې امریت
6. د ده سبز ولسوالۍ پوهنې امریت
7. د سروبي ولسوالۍ د پوهنې امریت
8. د شکر درې ولسوالۍ پوهنې امریت
9. د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې امریت
10. د کلکان ولسوالۍ د پوهنې امریت
11. د موسهي ولسوالۍ د پوهنې امریت
12. د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې امریت
13. د فرزې ولسوالۍ پوهنې امریت
14. د چهار اسیاب ولسوالۍ د پوهنې امریت
15. د ګلدرې ولسوالۍ پوهنې امریت
د غوښتنې د فورمو وېش د کب په ۱۷ د سې شنبې په ورځ پیلېږي او تر لسو کاري ورځو یعني، د کب تر ۲۹ دوام کوي.
د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزو ازموینو بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر ولولئ.
د غوښتنې په فورمه کې د بست نوم، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کد په کره توګه درج کړئ.
په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، خپل یو عکس په فورمه کې ونښلوئ او بیا یې د تذکرې له کاپي او تحصیلي اسنادو له کاپي سره یو ځای د فورمو د وېش او راټولولو په مرکزونو کې د پوهنې وزارت استازي ته وسپارئ.
د اعلان شوو بستونو لیست کتلو لپاره لاندې لینک کیکاږئ.
https://drive.google.com/file/