د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو تشکیلاتي جوړښت وارزول شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۳۴
یسبل

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ غونډه، د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو په خالي بستونو کې د نویو ښوونکو د ګمارنې او د تشکيلاتي اړتیاوو د ارزونې په موخه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو مسئولینو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د کابل ولایت او د ښار پوهنې ریاستونو تشکيلات وارزول شول او په دغه برخه کې مسئولې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د یادو ریاستونو تشکيلاتي اړتیاوې وارزوي او د خالي بستونو توحیدي لېست دې مشخص او د نویو ښوونکو د چټکې ګمارنې په موخه دې راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

له هراړخېزو بحثونو وروسته، غونډه د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۵۳
Background image

د عامو خلکو له لوري په روان کال کې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له ښوونځیو سره ۱۸۰ زره ۵۰۰ افغانۍ مرستې شوې

د میدان وردګ ولایت د پوهنې مسئولینو د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند له شاه خراسان لېسې څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې: د روان ښوونیز کال (۱۴۰۳) په لړ کې تر اوسه د یادې ولسوالۍ علم پروره. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مولوي عزيزالله مصطفى په داسې حال کې چې د پوهنې پر مسئولينو سربېره د سيمې يو شمېر علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود، د یاد ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د پوهنې په برخه کې د عامو خلکو د مرستو په اړه څو مهم خبرونه

لوګر:
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د هوني سیدان کلي اوسېدونکو د عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) مدرسې د پخلنځي د تجهیز په موخه ۴۰ زره افغانۍ مرسته وکړه.
یاده مدرسه په ۱۳۶۱. . .

BACK TO NEWS