د کابل ولایت اړوندو ولسوالیو د پوهنې آمرينو ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۴۶
12

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی ریاست د روزونکو له خوا، د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو د پوهنې آمرينو ته د وړتيا لوړونې ورکشاپ جوړ شو، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د ياد ورکشاپ د پای په مراسمو کې د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس مفتي عبدالحليم حليمي او د ياد وزارت د ګمارنې رئيس مولوي محمد صادق صديقي هر يو په خپل وار سره خبرې وکړې او د ورکشاپ له ګډون والو يې وغوښتل، چې د ياد ورکشاپ له زده کړو مهارتونو څخه دې په ورځنيو دندو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

ورپسې د کابل ولايت پوهنې رئیس هم د کارکوونکو او ښوونکو د وړتياوو لوړولو په اړه خبرې وکړې، د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی ریاست څخه یې د میتودیکي ورکشاپونو او سیمینارونو د جوړولو او د کارکوونکو د مسلکي کولو له امله مننه وکړه.

په پای کې د ورکشاپ ګډون والو ته تصديق پاڼې هم ووېشل شوې.

د یادولو وړ ده، چې یاد ورکشاپ ۷ ورځې دوام درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS