د کابل ولایت د پوهنې ادارو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴
ظپزظطز

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو اړوندو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره له ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په هممهاله توګه د کابل ښار په عبدالرحمن جامع جومات او د شکردرې ولسوالۍ په قلعه مرادبېګ لېسه کې د مسوولینو او څارونکو پلاويو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینې پر مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د یادو بستونو لپاره یې د آزادې سیالۍ له لارې د وړ او مستعدو کسانو د ګومارنې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروسې اساسي موخه د پوهنیز نظام معیاري کول، د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا او د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت لوړول دي.
همداراز، د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د يادو بستونو د اعلان، نوم‌لیکنې، شارټ‌لېسټ او رقابتي ازموینې بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ټوله پروسه په بشپړه روڼتیا، عدالت او بې‌طرفۍ سره ترسره کېږي او د ازموینې پایلې به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې اعلان شي.
د چارواکو په وینا، د آزادې سیالۍ له لارې د وړ اشخاصو ګومارل د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، تر څو د ملک په ښوونیز نظام کې د کیفیت د لوړوالي او اغېزمنتیا لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱- د کابل ښار اړوند سیدالناصري عالي لېسې لپاره د ۲۱۰ مترو په ژوروالي د اوبو يو حلقه څاه کیندلو او د لمریزې برېښنا د اسانتیاوو برابرولو پروژه، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۱
Background image

د تخار ولایت په درې بابه ښوونځیو کې د ۳۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړیږي

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.
د چارواکو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۷
Background image

د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست داوطلبۍ اعلان

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد ریاست د اړتیا وړ ۲۳ قلمه قرطاسیې او ۱۰ قلمه کارټرېجونو د تدارکاتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
علا. . .

BACK TO NEWS