د کابل ولایت د پوهنې ادارو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
Wed, Jun 10 2026 4:04 PM
ظپزظطز

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو اړوندو ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره له ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په هممهاله توګه د کابل ښار په عبدالرحمن جامع جومات او د شکردرې ولسوالۍ په قلعه مرادبېګ لېسه کې د مسوولینو او څارونکو پلاويو په حضور کې ترسره شوه.
د ازموینې پر مهال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د یادو بستونو لپاره یې د آزادې سیالۍ له لارې د وړ او مستعدو کسانو د ګومارنې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروسې اساسي موخه د پوهنیز نظام معیاري کول، د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا او د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت لوړول دي.
همداراز، د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د يادو بستونو د اعلان، نوم‌لیکنې، شارټ‌لېسټ او رقابتي ازموینې بهیر په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ټوله پروسه په بشپړه روڼتیا، عدالت او بې‌طرفۍ سره ترسره کېږي او د ازموینې پایلې به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې اعلان شي.
د چارواکو په وینا، د آزادې سیالۍ له لارې د وړ اشخاصو ګومارل د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، تر څو د ملک په ښوونیز نظام کې د کیفیت د لوړوالي او اغېزمنتیا لپاره لا زیات فرصتونه رامنځته شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS