د کابل ولایت زده‌کوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۴۰
5614614

د کابل ولایت اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي استعدادونو د پېژندنې، د نوښتګر تفکر د پیاوړتیا او د څېړنې او نوښت کلتور دودولو په موخه د ساینس او ریاضیاتو المپیاډ جوړ شو.
په دغه المپیاډ کې د کابل ولایت له ۱۱ ولسوالیو څخه د زده‌کوونکو شاوخوا ۱۸ علمي او نوښتګرې پروژې وړاندې شوې، چې د ځانګړې تخصصي کمېټې له لوري د خلاقیت، نوښت، عملي ګټې او د وړاندې کولو د کیفیت له مخې وارزول شوې.
په پای کې د زده‌کوونکو او د یادې برنامې د جوړوونکو هڅې وستایل شوې او په ښوونځیو کې د علمي استعدادونو پر ملاتړ او د عملي او څېړنیزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د ملک د سړو اوزیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د زیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو کلنۍ ازموینې د لاندې مهالوېش سره سم پیل شي:
۱- د ملک د زیاتو سړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ کشتوز نمبر یک لېسې د ودانۍ جوړولو په موخه، يوتن معارف دوست شخص محترم محمد نادر، خپله ۳.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، وقف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د عملي زده‌کړو د امکاناتو ارزونه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د ښوونیزو معیارونو د پلي کېدو او د کاري مسوولیتونو ترسره کولو په موخه، د کابل ښار د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د حمایوي څارنې او ارزونې. . .

BACK TO NEWS