په غزني کې د یوه ښوونځي دوې ودانۍ ترمیم او بیاورغول شوې
د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند سبزک ښوونځي دوې ودانۍ د یو میلیون، ۲۵۷ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت ترمیم او د یوې غونډې په ترڅ کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ بياورغول شوې، چې په بشپړېدو سره یې د سلګونو زدهکوونکو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
