د کابل ولایت له پوهنې سره د ۱.۴ میلیونه افغانیو مرسته شوې
د روان لمريز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ښوونیزو مرکزونو د ملاتړ او د تعليمي امکاناتو لاښه والي په موخه، د معارف دوستو اشخاصو له لوري د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ له ښوونځیو سره د یو میلیون او ۴۴۱ زره افغانيو مرسته شوې ده.
یاده مرسته د درسي ټولګیو د جوړولو، ترمیم او بیارغونې، د احاطوي دېوالونو رغولو، د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو برابرولو او له ښوونکو سره د مالي مرستو په برخو کې لګول شوې ده.
