د کابل ولایت پوهنې ریاست کې د اداري کارکوونکو د وړتیا لوړونې روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د کابل ولایت پوهنې ریاست د مرکزي هستې او د څوارلسګونو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو۴۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
د پوهنې ریاست مسوولینو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت خبرې وکړې او د اداري بهیر د ښه والي او د چارو د کیفیت لوړولو لپاره یې د مسلکي زدهکړو پر ارزښت ټینګار وکړ.
