د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
65446

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار ترسره شو.
په دغه سيمینار کې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاووس طارق، د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري، ښوونکو او علماءکرامو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه; ورپسې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوى رٸيس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د امربالمعروف، نهى عن المنکر قانون په تطبيق کې د ښوونکو د مسووليت په هکله علمي وينا وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د اسلامي شريعت په رڼا کې د زده كوونكو په ښوونه، روزنه او د امربالمعروف قانون په پلي کولو کې خپل بشپړ ديني مسووليت ادا کړي٠
په ورته مهال د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اوومې او ديارلسمې ښوونیزو حوزو د ښوونکو استازو له یاد سیمینار څخه خوښي څرګنده کړه او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د اهمیت، د ښوونکي مقام او مسووليت، د زده كوونكو فکري روزنې، د لمانځه او جماعت د ارزښت په تړاو یې علمي ویناوې وړاندې کړې او څرګنده یې کړه چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د ټولنې د اصلاح او ښېرازۍ لپاره د پورته ذکر شويو قوانینو تطبیق د هر مؤمن مسلمان بنسټيزه دنده ګڼل کېږي.
همداراز د ياد روزنيز سيمينار په پاى کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رٸيس، د دعوت او ارشاد د اساسي موخو او اړتیاوو د بيان سربېره، ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې، ډاډ یې ورکړ چې دا ډول روزنیزې برنامې به په راتلونکي کې هم دوام ولري او ورپسې ياده غونډه د نوموړي له لوري په مبارکې دعاٸيې سره پاى ته ورسېده٠

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS