د کابل ښار پنځمې ښوونیزې ناحیې اړوند په یوه عالي لېسه کې یو جومات پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۱:۱۱
123

د کابل ښار پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني په داسې حال کې، چې د پنځمې ښوونیزې ناحيې آمر، د مولانا عبدالمجيد مصفا غزنوي عالي لېسې ښوونکو، زده کوونکو،يو شمېر علماوو او د سيمې اوسېدونکو ګډون درلود؛ په یاده عالي لېسه کې یو جامع جومات پرانیست.
غونډه د قران عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د مبارکو احادیثو پر بنسټ، د جوماتونو د جوړولو په فضیلت مفصلې خبرې وکړې. 
په ورته مهال د یادې عالي لېسې آمر، يو شمېر علماوو او د همدې سيمې د خلکو استازي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې، د کابل ښار پوهنې رياست له پلانونو او کړنلارو خوښي څرګنده او  خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړ.
په پای کې یاد جومات د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پرانیستل شو.
د یادولو وړ ده چې؛ دغه جومات د همدې لېسې د پرمختیايي شورا، د لېسې آمر، ښوونکو او زده کوونکو مالي ملاتړ سره، په ۵۰ کیلو متر مربع ځمکه کې له اړینو ملحقاتو سره جوړ شوی، چې ټولټال یو میلیون او ۳۳۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS