د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۳
646

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د کابل ښار اړوند د اتمې، نهمې، دولسمې او شپاړسمې ښوونیزو حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سیمینار د استاد عبدالحق بیتاب لېسې د غونډو په تالار کې ترسره شو.
په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مولوي جنت‌ګل عزیز، د دعوت او ارشاد رياست مسوولينو، د یادو ښوونیزو حوزو ښوونکو او یو شمېر علماءکرامو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مولوي جنت‌ګل عزیز ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلام مبارک دین په رڼا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک صورت او سیرت د پیروۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له بې‌ځایه تقلیدونو څخه د مخنيوي په اړه تفصیلي علمي وینا وکړه.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د اسلامي شریعت د لارښوونو له مخې د زده‌کوونکو په ښوونه او روزنه کې خپل ستر ديني او ملي مسوولیت په پوره اخلاص ادا کړي او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.
په ورته مهال، د پورته ذکر شویو ښوونیزو حوزو د ښوونکو استازو د دغه سیمینار له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه ډول علمي او اصلاحي برنامې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره مهم رول لري.
هغوی په خپلو ویناوو کې د حیا او عفت د ارزښت، د اسلامي حجاب د مراعاتولو، د بې‌حجابۍ او اختلاط د ناوړه پایلو، په اسلام کې د لمانځه د مقام او ارزښت او همدارنګه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د مسوولیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
دغه علمي او ارزښتناک سیمینار په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست په شرايطو برابر  ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د څلور بابه ښوونځیو د ودانیو، تشنابونو، انګړونو او د فاریاب پوهنې ریاست د ودانۍ د ترمیم په داوطلبۍ کې ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۳
Background image

د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د کابل ښار اړوند د اتمې، نهمې، دولسمې او شپاړسمې ښوونیزو حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د زابل ولایت په یوه دیني مدرسه کې د ودانۍ پراختیايي چارې بشپړې شوې

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ نورالمدارس دیني مدرسې لپاره درې نوې درسي خونې، چې څه موده وړاندې یې د سیمې د خلکو په مالي مرسته د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت د جوړېدو چارې پیل شوې وې، اوسمهال. . .

BACK TO NEWS