د کاپیسا ولایت د ښوونکو روزنیز ورکشاپ څخه بیاکتنه وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۳۴
659

د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد فرید حقاني او ورسره مل پلاوي لخوا، د یاد ولایت په نجراب، تګاب او اله‌سای ولسوالیو کې د "ښوونکو لپاره د اغېزمن تدریس او مؤثرې زده کړې" تر سرلیک لاندې له شپږ ورځني روزنیز ورکشاپ څخه څارنه او بیاکتنه ترسره شوه.

پلاوي د ورکشاپ پرمختګ، د روزنې په پروسه کې د اړونده ټیم د کاري مېتودونو، د ښوونکو فعال ګډون، د توکو وړاندې کولو کیفیت او د تعلیمي موادو کارول وڅېړل.

مشاهدو وښودله چې ورکشاپ له مخکیني پلان سره سم ترسره او ۳۵۵ سیمه ییزو ښوونکو پکې برخه اخیستې وه، چې وړاندې شوې محتوا یې د ښوونکو له دندو او اړتیاوو سره سمه پلې شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS