د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پوهنې وزارت ته ۳۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
454

په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځمکو لوی ریاست د ځمکو د لېږد او وېش د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه، د ا.ا.ا. مشرتابه عالي مقام له حکم سره سم، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په رسمي ډول د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ کې ۳۰ جرېبه ځمکه پوهنې وزارت ته د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې اسناد د کرنې وزارت د ځمکې د لېږد او وېش د رئیس محترم مولوي سید محمد سعید او د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس لخوا لاسلیک او په رسمي ډول وزارت ته وسپارل شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي او پرمختیایي پلانونو او پروګرامونو لپاره د رسمي ادارو او د افغانستان علم‌پروره خلکو له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS