د کلنیو ازموینو له بهیر څخه د بدخشان پوهنې ریاست د عمومي زده کړو مرستیال څارنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۲:۴۳
د کلنیو ازموینو له بهیر څخه د بدخشان پوهنې ریاست د عمومي زده کړو مرستیال څارنه

د بدخشان پوهنې ریاست د عمومی زده کړو مرستیال عبدالستار "حنفي" د یاد ریاست ښاری آمر او د ځارنې آمر سره یو ځای د مرکز فیض اباد ښار د مرکزی حوزې شهید ستایف لېسې څخه  د کلنۍ ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په جریان کې پوهنې ریاست مرستیال زه کوونکي  وهڅول چې ساینسی علم زده کړي او د ښوونځيو له مدیرانو او استادانو څخه یی وغوښتل، چې زده کوونکي باید په اسلامی او هېواد پالنې روحیه باندی و روزل شئ
عبدالستار حنفي وویل:  که څه هم په روان تعلیمي کال کې د کرونا ویروس له کبله او په هېواد کې  د روانو حالاتو او وروستیو پرمختګونو له امله په ښوونځیو کې تدریسي بهیر له ځنډ سره مخ شو، خو بیا هم اسلامي امارت وکولای شول چې په ټاکلي وخت د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.
په پای کې د پوهنې ریاست د عمومی زده کړو مرستیال زده کوونکو  ته وویل: چې  د هېواد او ټولنې د پرمختګ یوازینۍ لار د علم زده کړه ده، نو لازمه ده، چې تاسو ځوانان د زده کړو په حاصلو سره  د افغانستان راتلونکي جوړونکي جوړ شي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS