د کندهار ولایت په ښوونځیو کې د څلور نیم میاشتنی ازموینو لړی پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۱
د کندهار ولایت په ښوونځیو کې د څلور نیم میاشتنی ازموینو لړی پیل شوه

د پوهنې وزارت_کندهار: د مرغومي د میاشتي ۱۵ مه د هیواد په ګرم سیرو سیمو کې د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنی ازموینو لومړی نیټه ده چی په لړ کي یي د کندهار ولایت په ښوونځیو کي هم دا لړی پیل شوه.
د ازمویني د بهیر څخه د څارني په موخه د پوهني ریئس پوهنیار محب احمد روښان په داسي حال کي چي د ښاري نظارت امر صدیق الله صداقت ورسره ملتیا کوله د یو شمیر ښوونځیو څخه لیدنه ترسره کړل. د لیدني پر مهال د پوهني ریئس خوښي وښووله، چي په ښوونځيو کي د ازمويني پروسه په ډېره ښه توګه روانه ده. نوموړي د ښوونځیو د آمرینو او ښوونکو څخه هیله څرګنده کړله چي هیڅ ډول فشار ته غاړه کښینږدي ترڅو هغه شاګردان چي په ازموینه کي پاته وي او یاهم لیاقت ونلري بریالي کړي ، نوموړي زیاته کړله کوښښ دي وشي چي پروسه نوره هم شفافه شي ترڅو وړ او اهل زده کوونکي راتلونکو ټولګیوته لاره پیدا کړي او یا هم فارغه شي .
ښاغلي روښان د از موینې د لیدني پرمهال زده کوونکو ته هم سپارښتنه وکړه چي په نقل نه بلکي په لیاقت باندي لوړو ټولګیو او یا هم فراغت ته لاره پیدا کړي ترڅو وکولای شي د کانکور په ازموینه کي داسي نمرې ترلاسه کړي چي لوړي زده کړي ترسره کړي نوموړي د ښوونځیو آمرینو ته په اشارې سره وویل که غواړی چي په کانکور کي مو زده کوونکي زیاتي نمرې ترلاسه او یا هم د خپلي خوښي وړ پوهنځی ته لاره پیدا کړی نو کوښښ وکړی چي په ښوونځیو کي زده کړیز بهیر ګړندی کړی او کیفیت ته خاصه پاملرنه وکړی .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS