د کنړ د پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۲:۱۵
د کنړ د پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کنړ: په کنړ ولایت کې د (Save The Children) نړیوالي ادارې په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۳۳ کورسونو لپاره درسي مواد او نورو اړینو توکو مرسته وکړه .

په هغه غونډه کې چي د همدې له امله جوړه شوي وه د یاد ولایت د پوهنې رییس د (Save The Children) نړیوالې ادارې نه مننه وکړه او د نورو مرسته کوونکو ادارو نه یی وغوښتل چې د کنړ د پوهنې او د ښوونځیو له زده کوونکو سره مرستې وکړي.

د پوهنې رییس مجیب الرحمن په وینا یاده مرسته شوي درسی مواد به د څوکۍ ولسوالۍ ۳۳ کورسونو ته په واک کې ورکړل شي.

د کنړ ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د (Save The Children) ادارې له خوا په یاده ولسوالۍ کې د جنګ ځپلو، داخلي بې ځایه شویو، او بېرته راستانه شویو کورنیو ماشومانو لپاره ۳۳ کورسونه جوړ شوي، چې (۱۲۵۴) زده کوونکي به پکې له زده کړو برخمن او دوه کاله به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS